د پنجشېر د امنيې قوماندانۍ وياند عابدالله فاروقي وايي، امنيتي ځواکونو د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې هغه څلور تنه نيولي چې غوښتل یې امنيت او نظم ګډوډ کړي.
فاروقي زیاتوي چې دغې څلور کسیزې ډلې غوښتل په پنجشېر کې د امنیت د ګډوډولو او د خلکو د اندیښنو راپارولو په موخه چاودنې او انفجارات ترسره کړي چې د امنيتي ځواکونو له لوري لاس په لاس د شواهدو سره يوځای نيول شوي دي.
ښاغلي فاروقي همدا رنګه زياته کړه، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او تر لومړيو پوښتنو او ګرویږنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت وايي امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، هرات، سمنګان، خوست، غزني او نورستان کې هم ۲۵ تنه د غلاوو، وژنې، دوکې، جوارګرۍ او نورو جرمونو په تور نيولي دي.