د سرپرست حکومت په راتګ سره یو مهم تحول، د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات دی چې د ولس په ژوند کې د مثبت بدلون نښې ښيي. د افغانستان له دوه لسیزې اشغال، اوږدو جګړو، خونړيو چاپو، بمبارد، نا امنۍ او د ولسونو له ذهني ستړیا وروسته، نن افغانان د یوې نوې فضا شاهدان دي؛ هغه فضا چې اوس د بمبارد، خونړيو چاپو او نا امنۍ پر ځای ولسي خوښۍ په کې لیدل کېږي.

نن د افغانستان ولسونه دا احساسوي چې د تېرې تورې او خونړۍ دورې هغه وېره او خطرناکه فضا، چې هره لحظه یې د بې دفاع او عامو وګړو څخه ژوند اخېست، له منځه تللې ده.

د اوسني سرپرست حکومت له لوري، پر حیاتي پروژو پانګونه او اقتصادي زیربناوو باندې کار کولو څخه دا جوتېږي چې دلته د امن کچه لوړه شوې ده او د لويو پروژو پر وړاندې هېڅ خنډ شتون نه لري.

د جمهوريت له پرځېدو وروسته اوس ولسونه په ډاډه زړه د افغانستان هرې سیمې ته د شپې او ورځې سفرونه کولی شي، ښارونه، تعليمي او روغتيايي ادارې فعالې دي. دغه ډول حالت د ستاینې وړ او بنسټیز ګام دی چې د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره باید وساتل شي او دوامداره شي.

د افغانستان اوسنی حاکم ثبات د خلکو د خوښیو سبب ګرځېدلی. ولسونو ته له دوو لسيزو بمباريو، چاپو او جګړو وروسته دا فرصت په لاس ورغلی چې عادي ژوند وکړي. دا د دې ښکارندویي کوي چې افغان ولس سولې ته لېواله دی او د نا امنۍ ټولې هغه پخوانۍ صحنې نه غواړي چې يو ځل بيا تکرار شي.

له بلې خوا هغه ډلې چې د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې ولاړ وو/ دي، اوس په سیاسي انزوا کې واقع شوي دي، ځکه چې له څلورو لسيزو راهیسې همدا خلک ازموبل شوي او ولسونه یې د خپلو او پرديو ګټو لپاره د يو ابزار په توګه استعمال کړي دي، خو اوس د ولس له ملاتړه بې‌ برخې دي.

د افغانستان اوسنی حالت هغوی ته دا پېغام ورکوي چې افغان ملت نور له جګړې ستړی او د وینې تویېدو، بربادۍ او ګډوډۍ مخه نيول غواړي.

د سرپرست حکومت اوسني مخالفین د خپل مسیر له موندلو عاجز دي. نه یې شعارونه مؤثر دي، نه یې تګلاره واضحه ده او د خپل منځي مخالفتونو له امله په بشپړه توګه د سکوت په حالت کې دي. داسې ښکاري چې دوی نه یواځې د افغانستان له پرمختګ سره مخالف دي، بلکې د خپل موجودیت لپاره هم واضحه طرحه نه لري او تر اوسه پورې لا هم په يوه خوله نه دي شوي او هر لوری یې خپلې ګټې تعقیبوي، همدا علت دی چې سیاسي انزوا تر ستوني کلک نيولي.

د افغانستان اوسنی امنیتي حالت باید تاريخ ليکونکي په داسې زرينو کرښو وليکي، چې د نیمې نړۍ یرغل د افغان مؤمن او مجاهد ولس په لاس، په افغانستان کې مات او افغانستان له لسيزو وروسته يو با امنه هېواد ونومول شو.

اوس ولسونه د وطن له ښکلاوو خوند څکي، د تبليغاتي جګړې تر اثر لاندې نه راځي او د یوه امن، باثباته او سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره ګډ ګامونه اخلي، ځکه افغان ولس نور د جګړو نه، بلکې د ژوند، سوکالۍ او پرمختګ ژبه غواړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version