د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خونه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د يادې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د پولنډ له ځانګړي استازي سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

سرچينه وايي په دغه کتنه کې یونس مهمند ویلي، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو لومړیتوب پولنډ ته د افغانستان د وچې او تازه مېوې او پروسیس شویو معدني توکو صادرات دي؛ خو په خبره یې افغان سوداګرو ته د ویزو نشتون له اروپایي هېوادونو سره د سوداګرۍ ستره ستونزه ده.

په دغه کتنه کې د پولنډ ځانګړي استازي د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیا، د افغاني تولیداتو د وارداتو ملاتړ او د اروپایي ټولنې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د انلاین غونډو د جوړولو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version