ليکوال عبدالله زاهد
هر هغه وخت چې افغانانو د يووالي په لور ګام ايښی نو داخل کې د پردو استخباراتو زور لګولی تر څو د دې يووالي او پرمختګ مخه ونيسي.
دغه جاسوسان داخل کې په رنګارنګ نومونو، شعارونو سره راپورته کېږي خو اصل مطلب يې خپلو بادارانو ته کار او د افغانانو د يووالي او پرمختګ مخنيوی وي.
کله چې روسان و وتل او د افغانانو د يووالي او پرمختګ وخت راغلی نو شمالي ټلواله وه چې د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره يې مخالفت او جګړه شروع کړه، کابل يې لوټې، لوټې کړ او زرګونه انسانان يې قتل عام کړه يواځې او يواځې د خپلو بادارانو د خوشحالولو او د قدرت لپاره.
د دوی دغو خپل منځي جنګونو، ظلمونو او وحشتونو سربيره حالات د افغانستان ټوټه کولو ته و رسول او د همدې مسعود و ډلې پلان يې هم همدا وو چې افغانستان پر دوو برخو و ويشي چې الحمدلله دوی پخپل دې شوم پلان کې کاميابه نه سوه او د وطن اصيل بچيانو ته دغه حالت د زغملو نه وو ځکه په ۱۹۹۴ کې طالبان راپورته سوه او ټول ټوپک سالاران يې له قدرته وغورځول او د متحد افغانستان لپاره لاس پر کار سوه خو دوی بيا هم په قراره نه سوه او د غرب و شرق او هر هغه ملک جاسوسي او هر څه ته تيار وه، وسلې او مرستې ورته راتلې او دوی د وطن له بربادۍ او د طالبانو له مخالفت او افغان وژنې څخه لاس نه اخيست چې بالاخره طالبان وتوانېدل چې مسعود له منځه يوسي او پر ټول افغانستان واک خپل کړي چې دلته نړيوال او د دوی بادارانو پر افغانستان حمله وکړه.
دا چې باداران يې راغله نو دوی ته بيا ځلي موقع د افغانانو د قتل عام برابره سوه او زرګونه پښتانه يې تر چړې تېر کړه، نه يې پر ښځو و ماشومانو رحم وکړ او نه هم پر سپين ږيرو.
شل کاله يرغل کې يې غلاوې، عيش و عشرت، تعصب او له يوې خوا يې مخ نه دی اړولی او کله چې بيا ځلي امارت اسلامي پسله شلو کالو قربانيو څخه په 2021 کال وطن له اشغاله خلاص کړ، د نړۍ سوپر طاقتونو ته يې د افغان ولس په ملتيا ماته ورکړه او يو اسلامي او متحد افغانستان د جوړېدو تکل يې وکړ، د پرمختګ کارونه يې شروع کړه بيا هم دوی پر قراره نه سوه او د نړۍ هر ظالم طاقت، د افغانستان دښمنانو ته يې لاسونه اوږده کړي او زارۍ ورته کوي چې راسئ پر افغانستان بيا ځلي حمله وکړئ، افغانستان لوټې، لوټې کړئ، يرغمل يې کړئ خو موږ ته واک راکړئ نو د دوی اصل مطلب واک، د افغانستان تباهي، پر څو برخو وېشل، افغان وژنه، تعصب ته وده ورکول، اسلاميت او افغانيت ختمول دي کوم چې ټول خاينان، غله سره راټول سوي او که د غر يوه سابقه وګورئ نو لاسونه به يې د افغان په وينو سره او د افغانستان د معدنونو غل به وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version