د شمالي کوریا په کاونډ کې پروت سوېلي‌‌کوریا وايي، چې شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي په ازمایښتي ډول توغولي دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، په یوه راپور کې ویلي، شمالي کوریا دغه توغندي دامریکا، سویلي کوریا او جاپان د ګډو پوځي تمریناتو له پیل یوه ورځ وروسته توغولي دي.

راپورونه وایي، چې شمالي کوریا د دوی ګډو پوځي تمریناتو ته په ځواب کې دغه بالستیک توغندي توغولي او دوی ته یې د برید خبرداری ورکړی دی.

بل لور ته د سوېلي‌کوریا پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه توغندي د شمالي کوریل سوېل‌ختیځ “جنګیون” ښار څخه توغول شوي دي.یاده دې وي، چې شمالي کوریا له دې وړاندې هم ډول ډول توغندي ازمایلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version