پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان پارلمان نن د پاکستان د صدراعظم د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره کړې، چې د مسلم لیګ ګوند نوماند شهباز شریف د پارلمان څخه د ۲۰۱ مثبو رایو په اخیستو سره د تحریک انصاب ګوند نوماند عمر ایوب خان څخه مخکې او د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

په پاکستان کې د روان کال د فبرورۍ په ۸ مه پارلماني ټاکنې ترسره شوې، چې د ټول پاکستان په کچه د میرمنو په ګډون شاوخوا ۱۲۸ میلیونه پاکستانیانو پکې رایه اچونه ترسره کړه.

د راپورونو پراساس د پاکستان د نوي پارلمان ۳۳۶ تنو وکیلانو په دغه هېواد کې له عمومي ټاکنو درې اونۍ وروسته تېره پنجشنبه د فبرورۍ په ۲۹ مه لوړه وکړه.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی، چې نن یکشنبه د مارچ په دریېمه نېټه د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر د ټاکلو په موخه رایه اچونه ترسره کړه، چې د مسلم لیګ ګوند نوماند شهباز شریف د ۲۰۱ رايو په اخیستلو سره د دغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو.

د پاکستان جنجالي ټاکنې تل د تحریک انصاف ګوند د غړو لخوا له درغلیو ډکې بلل شوېدي او د دغه ګوند غړي د یادو ټاکنو څخه نا خوښ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version