د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي بدخشان کې یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې ویلي، چې امر بالمعروف، وزارت په ټولنه کې ناوړه دودونو او د‌ هغې بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي ترڅو د دغه دودونو په ګټې اخيستنې د چا حق ورڅخه واخلي.

ښاغلی حنفي وايي، چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د هر مسلمان مسولیت دی او ټول باید یاده چاره کې برخه واخلي.

ښاغلي حنفي همدا رنګه زياته کړې؛ د امر بالمعروف وزارت محستبین په سړه سینه، د نرمښت او سپارښتنو له لارې په تدریجي ډول د منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامې لپاره کار کوي.

د يادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په بدو کې د ښځو د ودولو د ممنوعیت فرمان ترڅنګ، د امر بالمعروف وزارت د بېلابېلو ناوړه دودونو د له منځه وړلو پر وړاندې هم اقدامات کړي؛ چې د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version