د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس په بېلابېلو برخو کې يو لړ تازه ټاکنې شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره د افغانستان برښنا امارتي شرکت مخکنی رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی.
همدا راز بيا د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتني ریاست مخکنی رئیس مولوي حسام الدین صابري، د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري معین؛ او د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء مخکنی قومندان ملا امین الله زبیر، د هلمند ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
مجاهد زياتوي چې ملا محمد همایون جهادیار د بغلان ولایت د والي د مرستیال، د هلمند ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د قومندان، او د بغلان ولایت د والي مخکنی مرستیال ملا احمد الله مبارک د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
همدا رنګه د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي، د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس، او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکنی معین مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو د معين، او د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مخکنی معين ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان برښنا امارتي شرکت د رئيس په توګه ټاکل شوي.
او د افغانستان د اوسپنيزي کرښي مخکنی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم بار بار د وزارتونو او لويو ادارو په ګډون چارواکي د مشرتابه په حکم تغير او تبديل شوي او خپلو کارونو ته یې ادامه ورکړې.