د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د دې وزارت وزیر، شیخ نداء محمد ندیم، په نړۍوالو چارو کې د ایران د مذهبي مشر، علي خامنهای له ځانګړي سلاکار، علياکبر ولایتي سره کتلي دي.
ښاغلي ندیم په طبي او تخنیکي برخو کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه مالومات شریک کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ ټینګار کړی دی.
له بله اړخه د ایران د مذهبي مشر سلاکار افغانستان او ایران دوه وروڼه هېوادونه بللي او په یادو برخو کې یې د افغانستان د لوړو زده کړو د پیاوړتیا او ودې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.
