د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، تېره ورځ (سهشنبه) پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
راپور کاږي، چې یاد رژیم د دې ترڅنګ غزې ښار کې ۱۷ هستوګنیځې ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.
هېره دې نه وي، چې صهیونیستي پوځ تېره ورځ د غزې ښار د اشغال په موخه د ځمکنيو عملیاتو د پیل خبر هم ورکړی.
دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش ویلي، چې غزه کې روان وضعیت له اخلاقې او سیاسې اړخه د منلو نهدي.