د «هاآرتز» صهیونیستي رسنۍ د یوې څېړنې له مخې، د صهیونیستي رژیم په پوځي او امنیتي لیکو کې د ځانوژنې پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۰ فعالو صهیونیستي سرتېرو ځانوژنه کړې ده. ویل شوي، له دې ډلې اتو تنو تېره اپرېل میاشت کې ځانوژنې کړې دي.
راپور زیاتوي، چې د صهیونیستي رژیم پوځ کې د ځانوژنې پېښې د طوفانالاقصی عملیاتو له پیل راهیسې په پر له پسې توګه لوړې شوې دي.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې ۷ فعالو صهیونیست سرتېرو ځانوژنه کړې وه، په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۲۱ ته ورسېده او په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲ ته لوړ شو؛ چې دا په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.
ویل شوي، په نورو جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ پخواني صهیونیستي سرتېري هم د ۲۰۲۵ کال تر پایه له رخصتۍ وروسته د ځانوژنې له امله مړه شوي دي.
