د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د جمهوریت د وخت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پورونه یې ګاونډیو هېوادونو ته تادیه کړي دي.

دغه شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا پورونه د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه وه، چې اوس له منځه تللې ده.

په خبر پاڼه کې ویل شویدي: “د پورته ټولو هېوادونو د برېښنا له درکه “۶۲۷” میلیونه ډالره پور، چې د جمهوریت له وخته پاتې و، په بشپړه توګه اداء شویدی او اسلامي امارت د وارداتي برېښنا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیرېدونکې برېښنا پیسې له وړاندې اړوندو هېوادونو ته تحویل کړې دي.”

بل لور ته د کولمبیا په پوهنتون کې خپلواکه رسنۍ “ایور آسیا نیټ” هم خبر ورکړی، چې د افغانستان حکومت د تاجکستان هېواد د بریښنا ټول پورونه اداء کړي دي.

په راپور کې د تاجکستان د انرژۍ او اوبو د وزیر له قوله لیکل شويدي، چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم، که څه هم په یوه وخت کې د برېښنا پورونه نه دي اداء شوي، خو اوس د برېښنا پور په بشپړه توګه اداء شوی دی.

په یاد راپور کې یادونه شوې، چې په ۲۰۲۳ کال کې تاجکستان افغانستان ته د ۱۱۰،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا برابره کړې، چې د تېر ۲۰۲۲ کال په نسبت پنځه په سلو کې زیاتوالی دی.

په دې راپور کې د دغو پورونو د اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د برېښنا شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا له درکه یې ۶۲۷ میلیونه ډالره پور اداء کړیدی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version