راپورونه وایي، هغه چورلکه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي یې لیږدوه، د ایران ختیځ اذربایجان کې لویدلې ده.
ایراني رسنۍ تسنیم وایي، له ولسمشر رئیسي سره د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او نور لوړ پوړي چارواکي هم چورلکه کې ناست وو.
د چورلکې له عملې سره اړیکه پرې شوې. خرابه هوا د دې لامل شوې چې اړیکه و نه نیول شي.
ځینو رسنیو ویلي چې د رئیسي چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، د سیمې د خراب وضعیت له امله له عملې سره اړیکه نیول ستونزمن دي.
ویره شته چې ممکن ځینو کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې وي.