د افغانستان اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ايران د بهرنيو چارو وزير ډاکتر سيد عباس عراقچي سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی ليدلي او په يو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

ښاغلی مجاهد وايي رئيس الورزا عراقچي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو ترمنځ يې د ډيپلوماتيکو، سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د دغو سفرونو د زياتوالي غوښتنه وکړه.

د مرکزي وياند په خبره دغه راز بيا سيد عباس عراقچي له افغانستان سره د ايران تاريخي، ديني او اقتصادي اړيکو ته په اشارې ويلي، خوښ يو چې له څلورو لسيزو وروسته په افغانستان کې سرتاسري امنيت ټينګ شوی او په لوړه کچه د ډيپلوماتانو منل او د اړيکو پالل د دې ښودنه کوي، چې ايران د افغانستان اسلامي امارت سره پياوړې اړيکې لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version