د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ او سرحدي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي مجاهد په دې لیدنه کې ایران او افغانستان دوه داسې ګاونډي هېوادونه یاد کړي، چې سره ډېر ګډ مشترکات لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، ښاغلي عراقچي هم د تهران او کابل ترمنځ د دوستانه اړیکو او نږدې همکاريو پر اهمیت ټینګار کړی او د اقتصادي تعاملاتو او سرحدي امنیت په برخه کې د همکاریو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version