Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»عبدالغفور لېوال؛ د ملت‌پال په پوښ کې فرهنګي سوداګر
    لیکني

    عبدالغفور لېوال؛ د ملت‌پال په پوښ کې فرهنګي سوداګر

    صابر افغانصابر افغان11 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عبدالغفور لېوال، چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د وزیر، سفیر او د یو ملت‌پال لیکوال او شاعر په توګه پېژندل کېده، د افغانستان انټرنشنل په نوم د ملي ګټو ضد رسنۍ سره د کاري قرارداد په لاسلیک کولو سره خپل ټول سیاسي او فرهنګي ژوند تر جدي پوښتنو لاندې راووست.

    لېوال چې د يوه ملت‌پال په نوم یې شهرت درلوده او د ملت‌پالنې په نوم یې ځوانان پر ځان را ټولول، نن یې له داسې یوې رسنۍ سره قرارداد لاسلیک کړی چې د قومي تعصب، نفاق خپرولو او ملي موضوعاتو مخالفه اجنډا تبلیغوي. کله چې لېوال داسې یوه رسنۍ غوره کوي چې پر بهرنیو ګټو او اجنډاوو ولاړه ده، په حقیقت کې یې د ملت‌پال شعار او تازه پرېکړې تر منځ واټن څرګندوي او د ملي ارزښتونو د وړاندې کولو پر ځای د ملي ګټو ضد غوښنه برخه تشکيلوي.

    د لېوال په څېر لوړپوړي چارواکي، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له هېواده بهر په نسبي اقتصادي فشار کې دي، لوړو ډالري معاشونو یې د ملي ارزښتونو پر وړاندې لومړیتوب خپل کړی. لېوال کوښښ کوي چې د افغانستان انټرنشنل له لارې بیا ځلي په عامه ژوند کې را څرګند شي او د خپلو پخوانیو جمهوري او سیاسي نظریاتو ترویج ته په فرهنګي پوښ کې دوام ورکړي.

    افغانستان انټرنشنل په سیستماتیک ډول د خبري محتوا په تولید کې پر قومي وېشونو او ژبني نفاق تمرکز لري او د ملي یووالي پر ځای تفرقې ته لمن وهي. د دوی نشرات داسې جوړ شوي چې په ټولنه کې بې‌باوري او مایوسي خپره کړي ترڅو په رواني لحاظ ولسونه وځپي او د افغان حکومت او ولسونو تر منځ واټن پيدا او زهر وپاشي.

    غفور لېوال د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د «ودان افغانستان» په نوم یو سیاسي ګوند جوړ او په ښکاره یې د یو مترقي، پرمختللي او خپلواک افغانستان شعار ورکاوه، خو په باطن کې د سیکولرې مفکورې ترويجونکی او د دین دښمنه عناصرو د انسجام غوښتونکی و؛ اوسنی قرارداد یې هم له ملت‌پالنې سره په ښکاره ټکر کې دی، ځکه چې د ملت ضد رسنۍ سره یې درېدل د دې ښکارندویي کوي چې لېوال ته یوازې خپلې ځاني ګټې مهمې دي او د ملت‌پالنې شعار یې یوازې د ځوانانو تېر‌ایستل او د ځان مطرح کول وو.

    د ملت‌پالنې تر پوښ لاندې پټې شوې پردي‌پالې څېرې اوس ولسونو ته په خپله برملا کېږي، ځکه چې له داسې چا سره ګډ کاري ماحول ته ورګډېږي چې بنسټ او عملي کړنلاره یې پر افغان‌ضد تبليغاتو ولاړ دي او له الف تر یا د ملي ګټو مخالف نشرات لري؛ یاده رسنۍ په داسې یوه ځای(اسلام‌آباد) کې هم دفتر لري، چې د پاکستاني پوځي رژیم تر نفود لاندې، د دغه رژیم په ګټه کار کوي. لېوال او د هغه امثالهم چې په تېرو څو لسیزو کې ظاهراً د اسلام‌آباد لومړۍ درجه دښمنان وو، نن یې هماغه دروغجنه دعوه تر شا پرې ایښې او د ډالري معاش قرباني کړې یې ده.

    له انټرنشنل سره د غفور لېوال کاري اړیکې رامنځ ته کېده له ځان سره ډېرې پوښتنې لري؛ آیا ممکنه ده، یو آدرس چې د افغان ملت د تخریب لپاره جوړ شوی وي، بیا دې یې د تعمير/ سمولو زمینه برابره شي؟ آیا لېوال د ملي ګټو پر سر سودا کړې؟ لېوال څومره اطمناني دی چې دا ادرس به یې د ملي ګټو پر ضد و نه کاروي؟ آیا د انټرنشنل تمویلوونکي به لېوال د افغاني کلتور خدمت ته پرېږدي؟

    د بهرني اشغال پاتې‌شونو د ځان مطرح کولو لپاره ولسونو ته همېشه په شاتو کې زهر ورکړي او تېروتنې یې پټې کړې دي؛ له افغانستان انټرنشنل سره کار، د افغاني فرهنګ، تاریخ او کلتور په ضد کار ده، نه د ملي فرهنګ، تاریخ او کلتور ځلول. د لېوال پرېکړې وښوده چې د ملت‌پالانو په نوم یو شمېر څېرې څنګه د ډالري معاشونو په وړاندې هر راز سودا ته غاړه ږدي، حتی که د هېواد له ټولو ارزښتونو سره هم په ټکر کې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنوي ډیلي کې د امریکا د سفارت خبرداری؛ امریکایي اتباع دې د ګڼې ګوڼې له سیمو لرې اوسي
    راتلونکي مقاله ډونالډ ټرمپ د بي‌بي‌سي پر ضد د يو ميليارد ډالرو دعوې ګواښ کړی

    مربوطه لیکنې

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026

    له افغان حکومت سره د تعامل اړتیا او د بې شرمو جنګسالارانو ردېدل

    1 سپتمبر 2026

    د حسيب په وژل کېدو مقاومت ډلې او پاکستان څه له لاسه ورکړي؟

    30 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت…

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.