د عدلیې وزارت مسوولین وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون چې د هېواد په کچه د غاصبینو او زورواکو په واسطې د غصب شوو امارتي ځمکو د بررسۍ، تشخیص او تثبیت مسوولیت په غاړه لري، د اهل هنود هېوادوالو د غصب شوو ځمکو د بررسۍ بهیر د هېواد په کچه پيل کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو ته لارښوونه کړې ده چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوي او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطې د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي.: «د پلاوو راپور د غصب شوو ځمکو له تثبیت او تشیخص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کېږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه چې د لامالک ځمکې یعنې هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوی وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.: «زموږ هیله د اهل هنود هېوادوالو څخه دا ده چې د کمېسیون او د تخنیکي هیئت د اړتیا په صورت کې، خپل اسناد او کره معلومات له ولایتي تخنیکي هیئتونو سره شریک کړي ترڅو لازم اقدامات تر سره شي.»

په هېواد کې د اوږدې جگړې پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د اهل هنودو زرگونه جریبه ځمکه د غاصیبنو وله لوري غصب شوې، چې اوس د عدلیې وزارت د غصب شوو ځمکو د خلاصون هڅې کوي او بېرته یې خپلو اصلي مالکانو ته سپاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version