د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په خپله ناسته کې پرېکړه کړې، چې د زرگونه جریبه ځمکو په اړه به لازم تصمیم نیول کېږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د کرنې وزیر عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد اسعمیل غزنوي، د چارو ادارې عومي مشر نورالحق انور، د کابل زون د غصب شوو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانگړې محکمې رئیس محمد انور مدثر، د سترې محکمې استازي عبدالصمد حقاني، د حکومت د قضایاوو عمومي رئیس احسان الله وثیق او نورو مسوولینو گډون کړی وو.: «په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل، ننگرهار، خوست، نیمروز، لغمان، جوزجان، کندوز او میدان وردگ ولایتونو کې د زرگونو جریبو ځمکو موضوعات او دوسیې بررسۍ لاندې ونیولې.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې په کابل او ننگرهار کې د ځینو ښارگوټو، کډوالو لپاره د سرپناه ټاکلو موضوع او په کابل، خوست، لغمان، جوزجان، میدان وردگ او کندوز ولایتونو کې د ځینو حکومتي ځمکو په اړه هر اړخیز بحث شو.: «کمېسیون پرېکړه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر حکومتي تثبیت شوو ځمکو باندې لازم پړاونو تر سره شي او هغه دوسیې هم چې زیاتې بررسۍ ایجابوي، بشپړې شي.»

د عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرگونه جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځولې او هغه ځمکې به هم بېرته راوگرځوي، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې غصب شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version