د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د یوې مدرسې د حدیثو لویې دورې فراغت غونډه کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ځینو هغو هېوادوالو نیوکې بې‌ځایه بللې چې وايي په افغانستان کې د قانون خلا شته.

له عدلیې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د الله ﷻ کتاب(قران الکریم)، د رسول اللهﷺ احادیث او په اجتهادي مسئایلو کې حنفي فقه زموږ اساسي قانون دی.

:«نه د قانون خلا شته، نه د قانون خلا وه، نه به د قانون خلا وي. که په دې باندې ته پوه وې چې کتاب‌الله شته، سنت د رسول‌الله شته او دا اساس دی او بیا هم ته وایې چې اساسي قانون نه‌شته او تشه موجوده ده، یوځل دې پر دا خپل ایمان باندې تجدید نظر وکړه.»

په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله د غصب شوو ځمکو په بېرته گرځولو ټینگار شوی دی.:«په‌دې برخه کې قوميت، ملیت او ژبه هېڅ ارزښت نه لري او قانون به په ټولو باندې یو ډول پلی شي.

ځینې اشخاص چې امارتي ځمکې یې غصب کړې دي، ځان غاصب نه بولي او د قانون تطبیق ځان ته بې‌احترامي گڼي.»

نوموړي د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار د کور د بدلولو په اړه وویل، چې نوموړي ته یې څو میاشتې وخت ورکړی و، چې خپل کور تخیله کړي.:«موږ د حوت تر اخیره پورې وخت ورکړی و، دا وخت چې کله راورسېد، نو بیا مشرانو وویل چې موږ ورته مناسب ځای برابر وو، تاسو لږه حوصله وکړئ، هغه ورته ځای تیار کړ، د دوی په خوښه باندې او ورته انتقال یې کړ، نو اوس ته دا احترام بولې که بې احترامي؟ که‌چېرې دا بې‌احترامي بولې نو د دې مطلب دا دی چې ته په احترام نه‌پوهېږې.»

د شرعي په خبره، په تېر حکومت چې څومره غصب شوی په هېڅ حکومت کې هم دومره غصب نه و شوی او دوی ټینگ هوډ لري چې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راگرځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version