په یمن کې مېشت د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي په یوې تازه ویډیو کې ویلي، تر دې مهاله یې په سور سمندرگي او عمان سمندر کې د اسرائیلو، امریکا او انگلستان ۸۶ بېړۍ په نښه کړي دي.

نوموړي دغه ویډیو چې د حوثیانو اړوند المسیرة تلوېزون خپره کړې ویلي، د یمن سمندري ځواکونو په دې اوونۍ کې ۹ کښتۍ په نښه کړې، چې په دې توگه د اسرائیلو، امریکا او انگلستان اړوند بېړۍ چې له نومبر میاشتې راهیسې په سور سمندرگي او عمان سمندر کې په نښه شوي، شمېر یې ۸۶ ته ورسېد.

الحوثي ویلي، د دې اوونۍ په اوږدو کې یې په لسو عملیاتو کې د دُښمن د موخو په وړاندې ۳۷ بالسیتک توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

نوموړي یو ځل بیا گواښ کړی، چې په سور سمندرگي او عمان سمندر کې به تر هغه وخته د امریکا، انگلستان او اسرائیلو سوداگریزې او د وسلو بېړۍ په نښه کېږي، چې اسرائیل پر غزه خپل بریدونه ونه دروي.

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د روانې جگړې راهیسې حوثیانو په سور سمندرگي او عمان سمندر کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د امریکا، اسرائیلو او انگلستان اړوند بېړۍ په نښه کوي.دغه ډله چې بې‌پېلوټه الوتکې، بالستیک توغندي، سمندري کښتۍ، سمندري ځواک او بېلابېلې وسلې لري اوس مهال یې په سور سمندرگي او عمان سمندر کې د امریکا، انگلستان او اسرائیلو بېړۍ په نښه کوي، چې گڼ مالي او ځاني زیانونه یې هم وراړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version