د ایران بهرنيو چارو وزارت ويلي، بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې، مصر او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا ټلیفوني خبرو کې هغوی په مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له وروستیو جزئیاتو خبر کړل.

عراقچي په دغو ټلیفوني خبرو کې د روانو مذاکراتو بهیر «یو ښه پیل» بللی؛ خو په ورته وخت کې یې د امریکايي لوري د نیتونو او موخو په اړه د بې‌باورۍ د له‌منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د مسقط د خبرو د پیل هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې د دغو خبرو دوام یوې ډیپلوماټیکې حل‌لارې ته د رسېدو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ډېر ارزښت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version