د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له عراق څخه د ۲۵ تنه افغان کډوالو د خوشي کولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د سفر د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د ۶ میاشتو لپاره په بند خونو کې وو او تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې له ايران پاکستان او ګڼو نورو هېوادونو هم په بېلابېلو جرمونو بندي افغانان د حکومت د ډيپلوماتيکو هڅو په پايله کې له زندانونو خوشې او خپل هیواد ته راستانه شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version