د عربي ټولنې لپاره د فلسطین دایمي استازي محند الاکلوک ویلي، چې د غزې محاصره ماتول د ۵۷ عربي او اسلامي هېوادونو ګډ مسؤلیت دی او په خبره یې ټول باید غزې ته د بشري مرستو داخلولو لپاره ګډ اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د صهیونیستي رژیم له خوا غزه له تېرو نږدې دوه کالو راهیسې تر سختې محاصرې او بریدونو لاندې ده، چې له امله یې په دغه تړانګه کې د سلګونه زره انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د غزې حکومت رسنیو مرکز ویلي، چې پر دغې تړانګې د صهیونیستي یرغل له امله روغتیایي سیسټم د پاشل کېدو له‌ ګواښ سره مخ دی او دغه راز شته روغتونونه د طبي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

ورته مهال د غزې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور نور فلسطینیان د لوږې له امله شهیدان شوي، چې له دې سره د دغې پدیدې له امله د شهید شويو فلسطینانو شمېر ۱۹۶ تنو ته لوړ شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version