د صنعت او سوداگرۍ چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې روسي پانگهوالو او شرکتونو په افغانستان کې د پانگونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډه کې د گډون په موخه تاتارستان ته د خپل په اړه معلومات ورکړل او یاد سفر یې د افغانستان د صادراتو او سوداگرۍ په برخه کې له ډېرو لاستهراوړنو ډک وباله.: «روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانگونې لپاره لېوالتیا ښودلې. د غونډې گډونوالو ته یې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانگونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.»
په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له قوله ویل شوي، چې د اسلامي امارت لهخوا د لوړ پوړو مسوولینو دا ډول سفرونه د دې څرگندونه کوي چې اسلامي امارت د گاونډیو او د سیمې هېوادونو په شمول له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکو پربنسټ تعامل غواړي.
د روسیې سربېره اوسمهال د نړۍ گڼو هېوادونو پانگهوالو او شرکتونو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانگونې ډاډ ورکړی.
اوسمهال د افغانستان گڼ کانونه د بهرنیو شرکتونو له لوري استخراجېږي. د دې سربېره په افغانستان کې د برېښنا، کانونو، سړکونو او نورو برخو کې هم د گڼو هېوادونو پانگهوالو د پانگونې ډاډ ورکړی دی.