په دې وروستیو کې، د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول علي میثم نظري، د جعفر ایکسپریس پر برید د غبرګون په ترڅ کې پر خپله ایکس پاڼه په ښکاره د ترهګرۍ(!) غندنه وکړه، خو د دې تر شا د یوې پراخې سیاسي اجنډا ملاتړ ښکاري.

نظري، چې د مقاومت جبهې د بهرنیو او سیاسي اړیکو مسئول دی، هڅه کړې چې د طالبانو پر ضد د نړیوالو احساسات راوپاروي، خو په عین حال کې د پاکستان د موقف بدرګه کوي.

د دې ټویټ تحلیل ښیي چې مقاومت جبهه نه یواځې د پاکستاني تبلیغاتي بیانیې تقویه کوي، بلکې د افغانستان د داخلي ستونزو نړیوال اړخ ته د پاکستان د استخباراتو له زاویې وده ورکوي. دا هغه پالیسۍ دي چې تل یې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره کار کړی او اوس مقاومت جبهه د همدې لوبې یوه برخه ګرځېدلې ده.

د پاکستان او مقاومت جبهې ګډې ګټې څه دي؟

که د علي میثم نظري ټویټ له تحلیلي زاویې وکتل شي، نو ښکاري چې دا د پاکستان د استخباراتي اجنډا سره مطابقت لري؛ هغه د افغانستان د اوسني وضعیت د ناسم تصویر ورکولو هڅه کړې، تر څو د سیمې د بی‌ثباتۍ ټول مسؤلیت د طالبانو پر غاړه واچوي، خو د پاکستان نقش ته هېڅ اشاره نه کوي.

پوښتنه دا ده: که مقاومت جبهه واقعاً د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، نو ولې یې تر اوسه د پاکستان د رول، د ترهګرو ډلو له پالنې، او د افغانستان پر ضد د دوی له استخباراتي جګړې څخه یادؤنه نه ده کړې؟ خو حقیقت دا دی چې مقاومت جبهه اوس د پاکستان د ستراتیژۍ یوه وسیله ګرځېدلې، چې د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړي او د افغانستان اوسنی حکومت منزوي کړي.

بلوڅ بېلتون‌پالان او مقاومت جبهه؛ دوه مخیز سیاست

په داسې حال کې چې بلوڅ بېلتون‌پالان د پاکستان له ظلمونو شکایت کوي او د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، مقاومت جبهه له دې وضعیت څخه د پاکستان په ګټه کار اخلي. علي میثم نظري د خپلو وروستیو څرګندونو په ترڅ کې اشاره کړې چې د ترهګرۍ د بیا زیاتوالي اصلي لامل طالبان دي، خو دا نه مني چې د پاکستان استخبارات له کلونو راهیسې د داعشیانو، شر او فساد د لارویانو او نورو افراطي ډلو ملاتړ کوي.

په حقیقت کې، مقاومت جبهه اوس هڅه کوي چې د بلوڅانو د مبارزې قضیه د پاکستان د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه وکاروي، تر څو له یو اړخه ځان ته نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، او له بل اړخه د افغانستان د اوسني حکومت پر ضد دسیسې جوړې کړي. دا سیاست د پاکستان د استخباراتو له اوږدمهاله اهدافو سره سمون لري چې غواړي د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي او خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي وساتي.

د مقاومت جبهه په ښکاره د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف کار کوي؛ د دوی وروستۍ څرګندونې نه یواځې د پاکستان تبلیغاتي سناریو ته وده ورکوي، بلکې د افغانستان د داخلي بې‌ثباتۍ د زیاتوالي لامل کېږي. اوس مهال، افغانان باید د دې ډول څرګندونو اصلي هدف ته متوجه شي؛ دا یواځې د پاکستان د پراخ نفوذ لپاره زمینه برابروي او د افغانستان ملي حاکمیت ته زیان رسوي.

علي میثم نظري، چې ځان د مقاومت جبهې استازی بولي، په خپلو وروستیو څرګندونو کې د بلوڅ بېلتون‌پالو مبارزه د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروله. نوموړي، پر ځای د دې چې د پاکستان له لوري د ترهګرۍ ملاتړ ته اشاره وکړي، هڅه وکړه چې د جعفر ایکسپریس برید له افغانستان سره وتړي او د پاکستان تبلیغاتي بیانیه تقویه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بلوڅ بېلتون‌پال د خپلو حقونو لپاره له کلونو راهیسې د پاکستاني ظلم، جبري تري تم کېدو او پوځي عملیاتو پر وړاندې مبارزه کوي؛ د هغوی مبارزه د پاکستان د استعماري سیاستونو پر ضد ده او هیڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه ده کړې. برعکس، دا پاکستان دی چې تل یې هڅه کړې د افغانستان بې‌ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره اړیکې وساتي. علي میثم نظري د مقاومت جبهې له دریځه، د بلوڅانو برحقه مبارزه د خپلې سیاسي لوبې برخه کړې چې دا د هغه د ناسم نیت او د پاکستان له استخباراتي موخو سره د همغږۍ څرګندونه کوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version