Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عمران خان او افغان طالبان.
    افغانستان

    عمران خان او افغان طالبان.

    عمران آغاعمران آغا7 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ارغوان وطنیار

    عمران خان چې د پاکستان په تاریخ کې یې په کورني او بهرني سیاست برخه کې خپلواک نظر درلود، څنګه چې د پاکستان په داخل کې دوه ډوله رژیمونه لري چې یو یې پوځي رژیم دی بل یې ملکي حکومت دی، د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان بهرنی او کورنی سیاست باندې پوځ قابض دی، که ملکي حکومت لږ هم د هغوی له پالیسیو سرپیچي وکړي د پوځ تر کودتاه لاندې راځي.

    څنګه چې جنرال پرویز مشرف په نوازشریف کودتاه وکړه چې په ترڅ کې یې نوازشریف اووه کاله ساسیي زنداني و؛ هر چا چې له پوځه بغاوت کړی انجام یې د نوازشریف په څېر شوی.

    د نوازشریف غوندې عمران خان هم غوښتل د پاکستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت مستقله وساتي، د پوځ تاثیرات را کم کړي؛ هغه د پاکستان د دپلوماسۍ دستګاه داسې څرخوله چې ګویا پاکستان یو ازاد وطن دی، د ګاونډیو سره یې نرمې دپلوماتیکې اړیکې ساتلې.

    کله چې روسیې په اوکراین برید وکړ نو عمران خان روسیې ته ورغی او د دې برید هرکلی یې وکړ، په اوکراین باندې برید یې د روسیې مسلم حق وګاڼه.

    د عمران خان دا اقدام د امریکایانو په مزاج برابر ونه لګېده، د پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی او با صلاحیته استازی زلمی خلیلزاد شپې تر شپې پاکستان ته بېړنی سفر وکړ، عمران خان یې سره د کابینې له حکومته ګوښه کړ، د ده د تحریک انصاف ګوند یې ور لغوه کړ، عمران خان او د ده د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې زندان ته واچول، دا ډول د ده د ګوند د مطرح کسانو نیولو لړۍ پېل شوه.

    ورپسې موقت حکومت د شهبازشریف په مشرۍ خپل کار پېل کړ خو د عمران خان پلویانو او مینه والو کچه ډېره لوړه وه، د هېواد په ګوټ ګوټ کې قهریدلو مظاهره چیانو لاریونونه وکړل، ګڼې ودانۍ یې وسوزولې.

    خو پوځ دا بغاوتونه مهار کړل، په دې تسلسل کې پارلماني ټاکنې وشوې دا چې د تحریک انصاف ګوند لغوه شوی وو، د تحریک انصاف ګوندي نوماندان په بله بڼه راڅرګند شول، دوی په خپلو شعارونو کې د ازادو او مستقلو کاندیدانو ادبیات وکارول او په دې ډول یې له نیمايي ډېر سیټونه وګټل.

    عمران خان وخت ناوخت له زندانه مبارزه کوي، د پاکستان حکومت یو خام حکومت ګڼي او وایي چې د میاشتو په ترڅ کې به سقوط وکړي او دی به له زندان څخه را ووځي.

    نوموړي په خپلو تازنیو څرګندولو کې د افغانستان په تړاو وایي: له افغانستان سره د اړیکو رغول زموږ یوه بیړنۍ اړتیا ده؛ نوموړی زیاتوي: پاکستان لویه غلطي وکړه، چې د افغانستان اوسني حکومت پر ضد یې دریځ ونیوه.

    د عمران خان په وینا: په دغه سیاست کې پاکستان زیان ولیده او برعکس افغانستان په ټولو اړخونو کې بریالی روان دی.

    د پاکستان پخواني لومړي وزیر له زندان څخه په یوه لیک کې د پاکستان پر حکومت او د هغه د بندي کولو پر فیصلې یو ځل بیا کلک انتقادونه کړي، خو په ورته مهال یې ځینې لارښوونې او مشورې هم شریکې کړې دي.

    د دغو غوښتنو په ډله کې، عمران خان خپل ملکي حکومت او پوځ ته ویلي، په ترهګرۍ ضد جګړه کې په یوازې ځان هېڅکله نه شي بریالي کېدای او باید اسلام اباد په دې برخه کې د افغان طالبانو ملاتړ خپل کړي؛ نوموړي له طالبانو سره سمدستي د پاکستان د اړیکو پر بیارغولو ټینګار کړی دی.

    ښاغلي عمران خان د افغانانو په ډرامتیک اخراج هم دا ډول غبرګون ښودلی: افغانان د پاکستان پر اوږه بوج نه دي، ویره ده چې دا ډول جبري شړل به یې افغانستان سره زموږ نه رغیدونکی درز رامنځته کړي.

    عمران خان یوازې افغانستان نه، بلکې ایران آن هندوستان سره ښې اړیکې غوښتې او تقریبا دا باور یې ایجاد کړی و چې دی په خپل دریځ کې ريښتنی دی.

    څو کاله د مخه د هندوستان طیارو د پاکستان پر خاوره برید وکړ چې یو بال جيټ الوتکه یې پاکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله را ولوېده، د جیټ پیلوټ ابینندن نومېده چې د عمران خان په امر هندوستان ته په ډېر درناوي وسپارل شو.

    مخکینۍ مقالهکابل او غور کې گڼ شمېر نشه‌يي توکي نیول شوي.
    راتلونکي مقاله مخابراتو وزارت: تر دې مهاله لس مېلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي

    مربوطه لیکنې

    مولوي محمد يعقوب مجاهد او ابراهيم کالن‌ د امنيتي او دفاعي اړیکو پر اهميت خبرې کړي

    16 سپتمبر 2026

    خليفه سراج الدين حقاني د ترکیې د استخباراتو له رئيس سره کتلي

    16 سپتمبر 2026

    د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

    16 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 16 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.