Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»غزني کې تر ځمکې لاندې سوداگریز مارکېټ جوړېږي
    افغانستان

    غزني کې تر ځمکې لاندې سوداگریز مارکېټ جوړېږي

    عمران آغاعمران آغا31 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانگونې بین الوزراتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د غزني په مرکز کې تر ځمکې لاندې د یو سوداگریز مارکېټ په جوړېدو هوکړه شوې ده.

    له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د غزني په مرکز کې له فرخي څلور لارې څخه تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته تر ځمکه لاندې د سوداگریز مارکېټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د پانگونې یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.: «د دغه طرحې له مخې خصوصي سکتور پر دغه سوداگریز مارکېټ ۳۰۹ مېلیونه افغانۍ پانگونه کوي، چې ټول پهکې ۵۱۱ دوکانونه په پام کې نیول شوي، د جوړېدو چارې به یې د دوه کلونو په موده کې بشپړې او سلگونو کسانو ته به د کار زمینه هم پکې برابره شي.»

    د خبرپاڼې له مخې، همدا راز د پانگونې بین‌الوزارتي کمېټې دغه غونډې ته د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴.۵ مېگاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداگریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.: «په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د دې کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوي وخت د پانگونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.»

    اوس‌مهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې تر ځمکې لاندې د مارکېټونو جوړولو چارې پیل شوې، چې له جوړولو سره به زرگونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي.

    مخکینۍ مقالهکابل کې پینځه چیکډیمونه گټه‌اخیستنې ته سپارل شوې
    راتلونکي مقاله په لندن کې د افغانستان سفارت: کونسلي چوپړتیاوې به پرته له کومې وقفې روانې وي

    مربوطه لیکنې

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026

    پکتیکا کې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

    21 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2026

    اسرائیل ادعا کوي، چې ایران د اټومي بډاینې زرګونه ماشینونه غرونو ته لېږدولي

    العربيه د وال سټریټ ژورنال له قوله خبر ورکړی، چې د اسراییلو استخبارات ادعا کوي،…

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیل ادعا کوي، چې ایران د اټومي بډاینې زرګونه ماشینونه غرونو ته لېږدولي

    21 جولای 2026

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.