Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»غزه: د اسرائیلو په هوایي برید کې څلور بهرني مرسته رسوونکي وژل شوي دي
    منځنی ختیځ

    غزه: د اسرائیلو په هوایي برید کې څلور بهرني مرسته رسوونکي وژل شوي دي

    صابر افغانصابر افغان3 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    چهار شنبه/ د وري ۱۵ مه: د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اسرائیلو هوایي ځواکونو په غزه کې د بهرنیو مرسته رسوونکو یو زرهي موټر په نښه کړی او برید یې پرې کړی دی، په برید کې څلور بهرني مرسته رسوونکي او یو فلسطینی، چې د دوی موټر چلوونکی او ژباړن و، وژل شوی دی.

    په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه برید د غزې اړوند د “دیرالبلح” په لودیځ کې د یوه امریکایي خیریه بنسټ، چې (نړۍواله مرکزي طعام خونه) نومېږي، د دوی بهرني مرسته رسوونکو پر زرهي موټر شوی، چې پنځه تنه پکې وژل شوي دي، څلور تنه یې بهرنیان او یو تن فليسطينی وګړی دی، د وژل شويو اشخاصو جسدونه د “الاقصی شهیدانو” عامه روغتون ته ور وړل شوي دي.

    د فلسطیني سرچینو په حواله ویل شوي، چې په وژل شويو بهرنیو وګړو کې یو د برېټانیا، یو د استرالیا او یو د پولنډ هېواد اوسېدونکي و، خو څلورم شخص معلوم نه دی، چې د کوم هېواد اوسېدونکی و.

    به دغه برید کې د دوی ژباړن او موټرچلوونکی فلسطینی وګړی “سیف عصام ابوطاها” هم وژل شوی دی.

    بلخوا د یاد بنسټ د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، چې وژل شوي څلور تنه بهرني مرسته رسوونکي د دوی د سازمان کارکوونکي و او د دوی وژنه یې زړه بوږنوونکی عمل ګڼلی دی او دغه برید یې د انسانیت خلاف عمل بللی او غندلی دی.

    یاد سازمان همدا راز ویلي، چې د یادې پېښې په اړه به نور معلومات هم تر څیړنو وروسته خپاره کړي.

    “نړۍاله مرکزي طعام خونې” سازمان یو خیریه بنسټ دی، چې د خوړو د خوندیتوب په موخه کار کوي او په غزه کې بې ځایو شویو کورنیو ته مرستې رسوي، د دغه سازمانمرکزي دفتر د امریکا په پلازمېنه واشنګټن دی.

    مخکینۍ مقالهجاپان له افغانستان سره ۶۰۰ زره امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه
    راتلونکي مقاله پوتین د شر و فساد د واک ترلاسه کولو هیلې ووژلې

    مربوطه لیکنې

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    ترکیه: د اسرائیلو تورونه په غزه کې د نسل‌وژنې د توجیه هڅه ده

    30 اگست 2026

    امریکا منځني ختیځ ته د پوځي مهماتو د لېږد بهیر چټک کړی

    29 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت…

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.