د اسرائیلو پوځ تایید کړه چې نن یکشنبه یې د پوځ د ۴۰۱ لواء قومندان ډګروال احسان دیکسا هغه مهال ووژل شو چې لېږدوونکی ټانک یې پر چاودېدونکو توکو برابر شو او چاودنه یې وکړه او د ده سره یو بل مهم افسر هم سخت ټپي شوی دی.

دیکسا د غزې په جګړه کې د اسرائیلي پوځ تر ټولو لوړ پوړی افسر دی چې وژل کېږي.

د یادونې وړ ده چې ۴۰۱ پوځي لوا د اسرائیلي اشغالګرو هغه څانګه ده چې د ټانکونو او شوبلو مسؤلیت په غاړه لري او د روانې جګړې په لړ کې مهمه لوا بلل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version