ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۴/۱۴ ھ.ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_اقتصادي معاونيت: د امو دریا نفتي حوزې د ۲۵ نورو څاه ګانو په فعالېدو به افغانستان د ورځې درې زره ټنه نفت تولید کړي.

۲_کابل بادام باغ کې د کرنې او مالدارۍ محصولاتو له نندارتونه د ګډونوالو خوښي.

۳_اقتصادي معاونیت: د هېواد له بېلابېلو برخو څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول شوي.

۴_روان کال د څه باندې يونيم ميليون ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد پلورل شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پښتنوخوا کې ځايي خلکو د پاکستان د طالبانو غورځنګ دوه غړي ويشتلي دي.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_له خپل ورور څخه سخت زړی؛ محمد السنوار څوک دی او آیا شونې ده چې د یحیی السنوار ځایناستی شي.

۲_اسرائيلو تېره شپه غزه کې ۷۳ عام فلسطينيان شهیدان کړي.

۳_د اسرائیلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې موټر بم برید شوی.

۴_حزب الله تېره ورځ نتنياهو او د هغه مېرمن په نښه کړي وو.

۵_بايډن: پر ايران د اسرائيلو د بريد له وخت او څرنګوالي خبر يم.

۶_د وينزويلا ولسمشر: نتنياهو د اروپايي ټولنې او امريکا په لاس جوړ شوی شيطان دی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د چين ولسمشر خپل پوځ ته: د هر ډول حالاتو او جنګ لپاره اماده اوسئ.

۲_په انګلستان کې په بې ساري ډول د سرطان ناروغۍ پېښې ډېرې شوي.

۳_پر امريکا د ۳۵ زره سايبري حملو کوونکی احمد صلاح يوسف عامر نيول شوی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version