د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي امنيتي ځواکونو نن ناوخته د غور په مرکز مارکو سيمه کې د داعش ډلې په يوه پټنځي عمليات کړي چې په پايله کې یې د یادې ډلې يو مهم مشر او بل غړی وژل شوي او يو شمېر نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلی مجاهد زياتوي چې د داعش ډلې د ياد ګروپ غړو د تېرې ربيع الاول مياشتې په نهمه په غور کې په اهل تشيع هېوادوالو بريد کې تر شلو پورې کسانو ته تلفات اړولي وو، او همدا راز یې په باميانو او د نورو ولايتونو بریدونو کې هم لاس درلوده چې پر ضد یې له تېرې يوې اونۍ راهيسي عمليات پيل شوي وو او بلاخره نن یې په وژلو او ژوندي نيولو پای ته ورسېدل.

د ښاغلي مجاهد په خبره د داعش ډلې د دې نيول شوي ګروپ غړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او همداراز ترې يوه اندازه وسلې، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

همدا راز ښاغلی مجاهد زياتوي چې د تل په څېر د داعش ډلې دا غړي هم په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې د مرکزونو لخوا رهبري او روزل کېدل، چې يو شمېر غړي یې بلوچستان ته پر لاره هم نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم د داعش ډلې مهم غړي او د بريدونو طراحان امنيتي ځواکونو نيولي وو چې د پاکستان په بلوچستان کې روزل شوي او افغانستان ته رالېږل شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version