د فلسطين روغتيايي چارواکو ويلي، چې د اسرائيلي رژيم د جګړې له امله بې ځایه شوي فلسطینیان شديد توپان او سړې هوا له مرګوني وضعیت سره مخ کړي دي.
د راپورونو له مخې، پرون د غزې د شمال په بیرالنجا سیمه کې د توپان له کبله د بېځایه شویو یو کور نړېدلی چې پنځه تنه پکې مړه شوي او همدا راز د غزې ښار په رمال سیمه کې دوه نور کسان هغه مهال مړه شوي، چې یو دیوال د کډوالو پر کېږدۍ رانړېدلی.
پر دې سربېره ځينو نورو کسانو هم په بېلابېلو سيمو کې د يخ او توپان له امله خپل ژوند بايللی دی.
د غزې د روغتيايي چارواکو په وينا، د یخنۍ او سړې هوا له امله د مړو شمېر په بېسارې توګه لوړ شوی او د کډوالو کمپونه یې له بد وضعيت سره مخ کړي دي.
