د ملي دفاع وزارت وايي، د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رض حربي ښوونځي له ۸۷مې دورې څخه ۱۷۷ تنه زده‌کوونکي له دولسم ټولګي فارغ شول.

د یاد وزارت په وینا، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ازموینو ملي ادارې رئیس، شیخ عبدالباقي حقاني او ګڼو نورو پوځي مسئولینو ګډون کړی و.

مسئولینو یادو فارغانو ته لارښوونه کړې، چې خپلو زده‌کړو ته دې دوام ورکړي، تر څو په راتلونکې کې ترې علمي کادرونه جوړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version