په غزه کې د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د «صاعقة الغزة» په نوم د یوه خبري اژانس د مدیر حسن مجدي ابو ورده په شهادت سره د رسنیو د شهید شویو کارکوونکو شمېر ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.
یاد دفتر د خبريالانو له نړيوال فدراسيون، د عربي ژورنالېستانو اتحاديې او د نړۍ له ټولو ژورناليستانو څخه غوښتي چې غزه کې د فلسطيني خبريالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې روان جنايتونه وغندي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې له خبریالانو سربېره، روغتیاپالان، د پوهنتونونو استادان او د خیریه مؤسسو سلګونه کارکوونکي هم په نښه او شهیدان شوي دي.