د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت د استازو په شتون کې د کابل په لوېدیځ ۱۳مه ناحیه کې د ستوماتولوژۍ یو ځانګړی عصري روغتون په فعالیت پیل وکړ.
د یاد روغتون د پرانېستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د تنظیم رئیس هیله څرګنده کړې چې دا روغتون به د هېوادوالو لپاره د روغتیا او باور سرچینه وي او په وینا یې، «دا نوښت د روغتیایي خدماتو په برخه کې د روښانه راتلونکي ژمنه کوي»
د غونډې پر دوام، د یاد روغتون بنسټ اېښودونکي ویلي، چې د معیاري تجهیزاتو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو په لرلو سره، دا مرکز به مراجعینو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د غاښونو ترمیم، ارتوډونسي، د غاښونو جراحي، د خولې او ژامې جراحي او د خولې مصنوعي غړو په ګډون پرمختللي روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا ځل حاکمیت وروسته په هېواد کې د ټیکاو په رامنځته کېدو سره په روغتیا برخه کې د خصوصي سکتور له خوا د پانګونې کچه بې سارې لوړه شوې ده.