‏د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ نورو فلسطینیانو په غزه تړانګه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله شهیدان شوي دي.

خبر زیاتوي، له دې سره غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د مړو شمېر ۳۸۷ ته لوړ شوی، چې له دې ډلې ۱۳۸ ماشومان دي.

ورته مهال فلسطیني سرچینو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د یاد رژیم په بریدونو کې هم ۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version