له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي او په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا په یوې ناسته کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د کنړ له زلزلهځپلو سره به نورې مرستې هم وکړي.
ورته مهال ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو په نه سیاسي کولو ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د جاپان مرستې ارزښتمنې بللې دي.