د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې، د یاد ولایت د پنجوایي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د همدې ولسوالۍ په صلاوات سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کي پنځه میله کلاشینکوفونه، یو میل راکټ، ۲۱ دانې د هشتادو دو مرمۍ، ۲۹ دانې د راکټ مرمۍ، ۱۰۶ دانې د راکټ پټاسونه، ۹۰ دانې د ماشین شاجورونه، لس بکسې د ثقیل مرمۍ، درې سیټه «Dp» مخابرې، ۱۲ دانې د هفتادوپنج مرمۍ، دوه جوړې چانټې، دوه میله تفنګچې، پنځه شرید بکسې، یوه بکسه نارنجکان، او ۱۰۰۰ دانې بېلابېل ډوله د ثقیل مرمۍ شاملې دي.
سرچینه زیاتوي، یادي اسلحې او مهمات په یوه سرای کي ځای پر ځای شوي وو، چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د یو لړ کشفي عملیاتو وروسته نیول شوي.
د سرچینې په خبره، د یادو اسلحو او مهماتو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي. د یاد سرای مالک مخکې له سرای څخه بل ځای ته کډه کړې، چې د امنیتي ځواکونو له خوا یې د نیولو هڅې روانې دي.