د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، چې دې تړانګې کې ۱۸ زره او ۵۰۰ کسان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

چارواکو ویلي، چې غزه کې دننه د دغو کسانو د درملنې شونتیا نشته او باید بهر ته ولېږدول شي.

ویل شوي، د غزې روغتیایي سیستم د اوږدې جګړې، د درملو کمښت، د وسایلو او سون‌توکو د نشتوالي له امله له شدید فشار سره مخ دی.

غزه چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د صهیونیستي رژیم تر بریدونو لاندې ده، له روغتیایي مرکزونو سربېره شاوخوا ۹۰ سلنه بنسټونه یې له منځه تللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version