شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اندونیزیا جاوا ایالت په باندونګ سیمه کې د ځمکښوېدنې له امله ۱۰ تنه مړه او ۸۰ نور ورک شوي دي. اندونیزیايي چارواکو ویلي، پېښه تېره ورځ (شنبه) په ځایي وخت سهار مهال له بارانونو سره مله، د یاد ایالت په پاسیر لانګو سیمه کې رامنځته شوې.سرچینې د ځایي چارواکو له قوله لیکلي، چې د پېښې په ځای کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.
ایکانومېک ټایمز: د زبرځواکونو ترمنځ ناانډوله لوبه به پاکستان په نړیواله کچه له سپکاوي او ماتې سره مخ کړي27 اپریل 2026