د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ غور ولایت ته د خپل سفر پرمهال د سردارخېلو او تایمني په نامه قومونو ترمنځ ۱۰۴ کلنه دوښمني چې د زرګونو جریبه ځمکو پر سر رامنځته شوې وه او له کبله یې سلګونه مړي، زخمیان او بې شمېره مالي زیانونه اوښتي وو، حل او په دوستي بدله کړه.

خبرپاڼه زياتوي چې په شخړه کې ښکېلو لوریو د منځګړي پلاوي فیصله ومنله او یوبل ته غاړه غړۍ شول، او د دې ترڅنګ ولسي وګړو بیا د شخړې په حل خوښي څرګنده کړه او دا یې د غوریانو لپاره یو ښه زېری وباله.

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ځينو قومونو او کورنيو تر منځ د لسيزو دښمنۍ او شخړې حل او په دوستۍ بدلې کړي چې ياد اقدام د ولس له پراخ هرکلي سره مخ شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version