مبصر:
ډاکتر نعیم همدردخبر:فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه په خپل وروستي مطلب کې لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې تر شلن کلنې سختې او ستړې جګړې وروسته، په وروستیو کلونو کې د سولې او بلې هرې موضوع په پرتله تر ډېره د خپلو ځواکونو پر ژر او خوندي ایستلو تمرکز کاوه.
د یادې خپرونې په مطلب کې وړاندې راغلي، چې له ۲۰۰۱ کال څخه بیا د امریکا تر ایستل کېدو پورې په افغانستان کې د سولې ډېر فرصتونه وو، خو د خپرونې په وینا چې د امریکا ناسمې او ناکامې ډيپلوماسۍ دا هرڅه په سیند لاهو کړل.
د خپرونې په باور، امریکا په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړو پر مهال ډېرې تېروتنې وکړې چې تر ټولو لویه یې دا وه، چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو خبرو ته غوږ ونه نیوه او د بلې هرې حل لارې په پرتله یې جګړې ته لومړیتوب ورکړ.
د سرچینې په خبره، هغه مهال د بوش ادارې له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی رد کړ او د ځمکې له مخې یې د دوی پر ورکولو ټینګار کاوه، خو د خپرونې په باور چې طالبان نه یوازې دا چې ورک نه شول، بلکې له سختې او ستړې شل کلنې جګړې وروسته تر پخوا لا ډېر غښتلي واک ته ورسېدل.
تبصره:
په افغانستان کې د امریکا، ناټو او د دوی د نورو لسګونو متحدینو حیرانوونکې ماتې، په امریکا، اروپا او نورو ځایونو کې د سیاسیونو، د رسنیو د تحلیګرانو، د ګانګرېس د غړو او په ټوله کې د عامو خلکو ترمنځ اوږده او پېچلي بحثونه راپورته کړي دي؛ دغو بحثونو اوس یو ځل بیا ځکه زور اخیستی چې د اسد یا زمري میاشتې په ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو درې کلونه پوره شول.
امریکایان، اروپایان او په ټوله کې هغه هېوادونه چې په افغان جګړه کې ښکېل وو، ځواکونه یې افغانستان ته رالېږلي وو یا یې له امریکا او ناټو سره په پوځي، لوجیستیکي، مالي او نورو برخو کې مرستې کولې، په افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه بېلابېل نظرونه لري؛ د دوی له ډلې یې ځینې د دې ماتې پړه پر تېرې جمهوري دورې او د هغه مهال پر سیاسیونو او چارواکو ور اچوي.
ځینې یې بیا پر دې نظر دي چې له افغانستان په بېړه د ځواکونو ایستل د ماتې لامل شول او ځینې نور خو یې له سره په افغانستان کې له دې مداخلې سره مخالف وو او استدلال کوي چې له هماغه سره تېروتنه وشوه، نو ځکه مو په افغانستان کې ماتې هم وخوړه.
دا بحثونه وختي پیل شوي او لا هم پای ته نه دي رسېدلي. دوی دې ته هک پک دي، چې له نړیوال غوڅ ملاتړ، پراخو امکاناتو، عصري وسلو، ټېکنالوژۍ او میلیاردونو لګښتونو سره سره یې ولې بیا هم خپل ظاهراً ډېر کمزوري رقیب ته جګړه وبایلله.
دې پوښتنې دوی لالهانده کړي، ځواب یې څوک یو ځای او څوک بل ځای لټوي. خو که له دې هوايي او غیر واقعي ځوابونو راتېر شو، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د شل کلنې جګړې او د طالبانو یا که ووایو د افغانانو د بري دلایل د لمر په څېر روښانه دي.
لومړی دلیل یې دا دی چې د جګړې پیلوونکي افغانان او طالبان نه وو، دا بوش و چې په ستر کبر او غرور سره دا جګړه پیل کړه، د خپل واک او ځواک په نشې کې دومره ډوب شو چې په دې اړه یې د تاریخ یو څو پاڼې یې راوانه ړولې.
دویم دلیل یې دا دی، چې امریکايي او نورو تېري کوونکو قوتونو د دې جګړې لپاره هېڅ ډول دلیل او توجیه نه درلوده، خو په مقایل کې یې ولاړو کسانو بیا د دې جګړې او له خپله ځانه او خاورې څخه د دفاع لپاره د سترو ارزښتونو په تیکه کې نغښتل شوي قوي توجیهات او دلایل درلودل.
دوی له ځانه دفاع کوله، دوی له ناموسه دفاع کوله، دوی له خاورې دفاع کوله، دوی له خپلې ازادۍ دفاع کوله، دوی له خپل دین څخه دفاع کوله، نو دا ټول هغه ارزښتونه وو چې د وخت معاصرې ټېکنالوژۍ او وسلې یې پر وړاندې بې وسې او تتې شوې.
که دا جګړه ان سلو کلونو ته هم غځېدلې وای، بیا به یې هم ګټونکي افغانان وو، خو امریکا شل کاله وروسته پر دې پوه شوه چې جګړه یې بایللې، نو نور پاتې کېدل به ورته په ستره بیه او لوی شرم تمامېږي، نو ځکه یې تر بل هرڅه لومړی ځان راټولولو او تېښتې ته لومړیتوب ورکړ، دوی ته نه خپل نوکران مهم وو، نه ورته خپل قراردادیان او نه هم افغانستان ته راوړي او پر خلکو تپلي ارزښتونه، دوی ته دا مهمه وه چې څه ډول خپلې پښې سپکې کړي.
دوی دا جګړه هم په اخلاقي لحاظ بایللې وه، هم په نظامي لحالظ، هم په سیاسي لحاظ او هم د ارزښتونو په لحاظ، برعکس د دوی پر خلاف ولاړ کسان بیا په دغوټولو ډګرونو کې ګټونکي وو.
نو اوس امریکايي او بل هر تیريګر هېواد ته ښايي چې پر خپلو امکاناتو، وسلو، ټېکنالوژۍ او پیسو دوکه نه شي، دوی باید په دې اړوند له ناندریو او سپیناویو تېر شي او یوازې له دې جګړې زده کړي درسونه او عبرتونو خپلو راتلونکو نسلونو ته د کتاب ترڅنګ پر دېوالونو ولیکي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.