د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، چې له روسیې سره یې د هېواد اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې دي او پیونګ‌ یانګ به تل د مسکو ترڅنګ ولاړ وي.

د شمالي کوریا ولسمشر دا هم ویلي، چې د پیونګ یانګ او مسکو اړیکې څو وارې ازمویل شوي، خو د ده په ټکو دغه اړیکې اوس‌مهال تر بل هر وخت پیاوړې دي.

نوموړي دا څرګندونې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د وژل شویو عسکرو په یاد غونډه کې کړي.

د راپورونو له‌مخې، د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا زرګونه سرتېري وژل شوي او لا هم د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دغه هېواد عسکر ځای پر ځای دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version