فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې چینايي هېکرانو د امریکا د کانګرس د یو شمېر مهمو کمیټو د کارکوونکو برېښنالیک سیستمونه هک کړي دي.

راپور زیاتوي، چې دې سایبري برید د امریکا د استازو جرګې د هغو کمیټو کارکوونکو سیسټمونه اغېزمن کړي، چې د چین، بهرنیو چارو، استخباراتو او پوځ په اړه څارنه کوي.

د دغه برید تر شا د «سالټ ټایفون» په نوم چینايي سایبري ډلې لاس بلل شوی، چې مخکې یې هم د امریکا پر حکومتي ادارو بریدونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version