انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې حکومت د شنبې ورځې د لاریونونو پر مهال د احتمالي تاوتریخوالي او د عامه نظم د ګډوډېدو د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې د ۷۰ زره پولیسو او امنیتي ځواکونو د ګومارلو پرېکړه کړې ده.
د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز ویلي، چې د لاریونونو د لوړ خطر له امله به په ځینو ښارونو کې پر مظاهرو محدودیتونه ولګول شي او امنیتي تدابیر به سخت شي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې غیرمجازې او د تاوتریخوالي له ګواښ سره مل غونډې به وځپل شي، خو هغو لاریونونو ته به د ترسره کېدو اجازه ورکړل شي چې د سیمهییزو چارواکو له خوا منظور شوي وي.
دا لاریونونه د سپټمبر له نیمایي راهیسې د زدهکوونکو د اعتراضونو په بڼه پیل شوي او وروسته د ژوند د لګښتونو، د سونتوکو د بیو د لوړېدو او د ټولنیز عدالت په اړه د خلکو د نارضایتۍ له امله پراخ شوي دي. د اکتوبر په ۱۷مه او ۲۴مه په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې، چې په ځینو ځایونو کې له تاوتریخوالي او ګډوډیو سره مل وې.


