ملا عبدالغني برادر، د کندهار د شوراندام سمنټو فابريکې د لومړي فاز چارو د پرانيستې پر مهال خپله وينا کې ټينګار کړی، چې افغان حکومت غواړي افغانستان په تولیدي هېواد بدل، اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره، په تولیدي پروسو کې ځنځیري ارزښتونه پراخ او د صادراتو کچه لوړه کړي.
د ښاغلي برادر په خبره، د افغان حکومت موخه او مسوولیت د داسې تولیدي نظام رامنځته کول دي، چې اقتصادي منطق ولري او د هېواد د پرمختګ په برخه کې واقعي ارزښتونه رامنځته کړي.
نوموړي، د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له مسوولینو په ټینګار سره غوښتي، چې خپلې ټولې چارې د منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه کیفیت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز په ورځني ډول د ۱۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
ټاکل شوې څه موده وروسته د دې فابریکې د دویم فاز د جوړېدو چارې هم پیل شي.


