رویټرز راپور ورکړی، چې د فرانسې د استازو جرګې له ۱۵ کلونو څخه پر کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د بندیز قانون تصویب کړ.

سرچينې ويلي، ټاکل شوې چې اوس دغه قانون د فرانسې سنا جرګې ته وړاندې شي او د سنا جرګې له لوري د دغه قانون په تصویب سره به فرانسه کې له ۱۵ کلنو پر کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د کارونې رسمي بندیز ولګول شي.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې اسټرالیا هم د تېر زېږیز کال په ډسمبر کې له ۱۶ کلنو د کم عمره ماشومانو له لوري د ټولنیزو رسنیو پر کارونې بندیز ولګاوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version