د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د سپورت موټر چلوونکو په اړه یو مطلب خپور کړی.رسنۍ وایي، ذبیح الله مومند په افغانستان کې د یوازیني 2JZ موټر لرونکی دی.راپور کې په کابل کې د یوې سیالۍ یادونه شوې چې لسګونه کسان یې لیدلو ته راټول شوي وو.د حشمت الله رهبر په نوم یو سپورت موټر چلوونکي ویلي چې د اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي.په افغانستان کې د سپورت موټرو د سیالۍ له پاره د ځانګړو لارو، د نندار چیانو له پاره د یو منظم ځای او د مالي ملاتړ نشتون مهمې ستونزې دي.د کابل اوسېدونکو رسنۍ ته ویلي چې د دغه ډول سیالیو له پاره یو منظم پروګرام ته اړتیا ده.رهبر په افغانستان کې د سپورت موټرو د یو سازمان په جوړولو کار کوي چې له افغان دولت سره یې د تاییدی پروسه روانه ده.د رهبر سازمان په روانه فبرورۍ میاشت کې لومړنۍ سیالۍ ترسره کړه چې ګڼو خلکو یې ننداره کړې.یادې رسنۍ ویلي، له لسیزو جګړو وروسته سپورت موټر چلوونکي له نوي منځته راغلي امنیت څخه ګټه اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version