اېمل پښتون

د ۱۳۵۸ هـ ش کال د حوت د دریمې پیښه چې ځینې یې د الله اکبر د شپې په نوم یادوي، د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د حکومت پر ضد د کابل ښار د ځینو خلکو پاڅون ته اشاره کوي. دا پاڅون چې د شوروي اتحاد د افغانستان خاورې ته له ننوتلو څخه شاوخوا دوه میاشتې وروسته ترسره شو، په عمده توګه له بهرنیو دولتونو څخه د افغانستان د خپلواکۍ او له هغه ځایه د خلکو د وتلو له امله ترسره شو. د حوت د دریمې په سهار د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د ولسي پاڅونوالو لاریونونه د کابل ښار واټونو ته ووتل، کمونیست رژیم او شوروي ملاتړي یې چې د سرتاسري ولسي خوځښت سخت وارخطا کړي وو، په دې باور وو، چې که قیام کوونکي ونه ځپي، کیدلی شي چې د کمونیستانو د واک تخته په بله واړوي.له همدې امله یې د بې دفاع پاڅونوالو په ځپلو پسې ټانګونه او توپونه راوایستل او روسي توپدار هلیکوفتر یې پسې راپورته کړل. د حوت دریمه د کابل ښار په تاریخ کې یوه بې سارې ورځ وه، هغه ورځ چې بې دفاع او نازولي کابلیان په تش لاس د ټانګونو مخې ته ودریدل.په ډبرو یې د توپونو او بمبارونو مقابله وکړه، هیڅ نوع فشار او ستم ته تسلیم نه شول او تر هغه ساعته وجنګیدل، چې نور یې په رګونو کې وینې پاته نه شوې، د حوت په دریمه د کابل په واټونو کې د اوبو په ځای وینې وبهیدلې، شفاخانې په ټپیانو ډکې شوې او د قیام په تور تورن کابلیان په بې رحمه توګه له کورونو څخه وایستل شول.د حوت قیام په اولس کې یو نوی روح پو کړ، د یرغلګرو اختناق د زور او رعب طلسم یې مات کړ او کابل مېشتو مجاهدینو ته یې د جهادي عملیاتو جرأت ورکړ.په افغانستان کې د کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو توکمونو او ګوندونو تر منځ د کورنیو جګړو په پام کې نیولو سره، دا پیښه د ډیری افغانانو له خوا په افغانستان کې د ملي پیوستون یوه له مهمو مراسمو څخه ګڼل کیږي، چې ټولو توکمونو پکې برخه اخیستې وه.د سرو لښکرو او کمونستي حکومت پر وړاندې د کابل د خلکو پاڅون ثابته کړه، چې افغانان هېڅکله د بهرنيانو واکمنۍ منلو ته تيار نه دي.د کابل خلکو په اېماني ګاڼه سینګار په تشو لاسونو د یوې لویې امپراطورۍ پر وړاندې د بغاوت غږ پورته کړ، دغه نعرې یو لوی وسلوال جهاد ته لاره پرانیسته، د جهاد نعرې دوهم واري ژوندۍ شوې، د جهاد تصور تازه شو، د شهادت باب پرانستل شو، د مجاهدينو منظم او مسلح قوتونه جوړ شول، اسلامي فکر په کمونستي فکر او باور برلاسی شو، چې په نتیجه کې یې د شوروي اتحاد ونړېده.دغه مبارکه ورځ دې د جهاد باب پرانیستونکو نوم ورکو شهيدانو ته مبارک وي.روحونه یې ښاد او یاد یې تل ترتله

ځواب پریږدئ

Exit mobile version