عبدالله زاهد
له نن څخه ۴۴ کاله مخکې په کال ۱۳۵۸ د جدې پر ۶مه د شوروي ښکېلاکګرو ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ؛ ببرک د روسي اشغالګرو پر ټانک سپور راوستل سو او حفيظ الله امين يې وواژه؛ دا چې افغانستان په مستقيم ډول د روسي اشغالګرو له خوا اشغال سو؛ د روسي يرغلګرو خونخواره چړې د افغان مسلمان ولس تر مرۍ رسیدلي وې؛ د روسي اشغالګرو د استبداد مقابل، د کابل د غيور او مسلمان ولس ايماني جذبه پر جوش راغله او د حوت پر ۳مه شپه يې له خپلو بامونو څخه د الله اکبر ملکوتې نعرې پورته کړې؛ د کابل فضاء کې د تکبير او ورسره د مرګ پر شوروي، مرګ پر کمونيزم او زنده باد مجاهدينو د نارو آزانګې وې.دا د کوم پلان له مخې نه وو، بلکې تصادفي وې چې پکې د کابل مؤمن ولس د وخت يرغلګرو او کمونيستي رژيم ته خپل عقيدوي غبرګون ښکاره کړ.د حوت د دريمې پر سهار د کابل ولسي پاڅون لاريونونه د کابل ښار واټونو ته راووتل، په دې ملي پاڅون کې په کابل ښار کې محصلین، زده کوونکي، ښوونکي، استادان او دغه راز عام خلک شامل وو، د مرګ پر شوروي، مرګ پر کمونيزم او تکبير د نارو په بدرګه سره يې د وخت د يرغلګرو مقابل ملي پاڅون وکړ. د هغه وخت يرغلګرو او کمونيستي رژيم وارخطا سو، پوه سوه چې که پاڅون کوونکي ونه ځپي نو دغه پاڅون به د کمونيزم رژيم ريښې له بېخه کاږي، ځکه يې پر عام او تش لاسو پاڅون کوونکو مرمۍ و اورولې، ټانکونه او طيارې يې پسي راپورته کړې، خو پاڅون کوونکي د دوی د وحشت په خاطر تم نه سوه، بلکې لا يې په پوره جوش سره تر هغه وخته خالي لاس د روسي يرغلګرو او د هغوی غلامانو کمونيستانو مقابل ودرېدل، تر څو چې يې رګونو کې وينه وه.روسي يرغلګرو او غلامانو يې د کابل د بې وسلې او مظلوم ولس په وينو د کابل ښار رنګ کړ، د عيني شادانو په وينا: « روسي يرغلګرو او غلامانو او ټانکونو يې پر خلکو ډزې کولې، په سړکونو، کورونو کې، مړي پراته وو، په افشارو، کوټه سنګي، د کابل په میوند واټ کې په عامه خلکو ډزې کېدې.» خو دغه ولس د دوی ستم ته تسليم نه سو، يرغلګرو او کمونیستي غلام رژيم د پاڅون له ځپلو وروسته د چندول، خوشحال مینې او قلعه شاده په ګډون یو شمېر سیمې کلابنده کړې، د قيام په تور تورن له کابلي ولس څخه چې يواځې يې د خپلو حقونو په پار غږ اوچت کړی وو؛ ډلې، ډلې پورته کړه، بنديان او پسي ورک يې کړه، چې وروسته يې هيچا ته د مرګ او ژوند درک معلوم نه سو. يرغلګرو او وحشي کمونيستانو د دغه پاڅون مقابله کې له ډېر سخت وحشت او بربريت څخه کار واخيست؛ نو ځکه دغه ولسي پاڅون خپل هدف ته ونه رسېدی.دې پاڅون او د الله اکبر شپې کې، کابليانو يرغلګرو ته ثابته کړه چې افغان ولس هيڅ کله بغير له الله ﷻ څخه د بل چا غلامي نه منلې او نه به يې ومني او نه هم افغانستان کې کمونيزم او ډيموکراسي دې ولس ته د منلو ده، بلکې دې ولس همېش د اسلامي نظام لپاره مبارزه کړې.دغې تاريخي ورځې په ټول هېواد کې د روسي اشغال په مقابل کې جهاد ته لاره هواره کړه او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د روسي اشغال او د هغوی د غلام کمونيستي رژيم مقابل مبارزه او پاڅونونه پيل شوه، د اسلامي شعارونو سره، د يوه اسلامي، پرمختللي او خپلواک نظام لپاره.همدارنګه د هرات په ولایت کې د حوت د ۲۴مې نېټې پاڅون چې زرګونه تنه افغانان پکې د يرغلګرو او وحشي غلامانو له خوا ووژل شول هم د کابل د خلکو له پاڅون څخه الهام اخیستی وو، د همدې پاڅونونو او جهادې مبارزې نتيجه وه چې روسي اشغالګر د شرموونکي ماتې سره مخ او امپراتوري يې ړنګه سوه.روسي يرغلګرو تقريباً نهه کاله په افغانستان کې تېر کړل، چې وروسته د ۱۳۶۷ لمریزکال د دلوې په ۲۶مه له افغانستان څخه ووتل او غلام رژيم او کمونيستان يې يواځې پرېښودل، لکه څنګه چې همېش يرغلګرو له خپلو غلامانو سره کړي، همدغسي يې دوی هم تنها پرېښودل.افغان ولس او مجاهدينو د روسي اشغال او د هغوی د غلامانو مقابل کې ډيرې قربانۍ ورکړې، اما د هغه وخت د مجاهدينو ځينو مشرانو د شهيدانو وينې خرڅې کړې، د ولس د اسلامي نظام اميدونو باندې يې خاورې واړولې؛ د مادياتو څوکۍ په شوق کې غرق کړل، خپل منځي اختلافاتو او جنګونو ته يې اوږه ورکړه.هغه ولس چې دوی سره د روسي اشغال په مقابل کې په سر او مال ودرېده، هغه ولس چې د روسي اشغال او کمونيستانو مقابل کې يې خپل اولادونه قربان کړه، د مجاهدينو مرسته يې په سر او مال سره وکړه، تر څو يو خودمختاره، آزاد او اسلامي افغانستان ولري، خو د مجاهدينو د ځينو مشرانو د واک تندې پر همدې ولس د ماشين د توپونو خوله را واړول او د ولس قتل عام ته يې اوږه ورکړه، همدا کابل يې د واک په خاطر بيا ځلي په وينو سور کړ، په کنډواله يې بدل کړ، چې په دې جګړه کې شاوخوا دوه ميليونه افغانان و وژل سول، زيات شمېر معيوبين او پنځه ميليونه افغانان ايران، پاکستان او نورو بهرنيو هېوادونو ته مهاجر سول.دا چې د روسي اشغال له خاتمې او د کمونيست رژيم له ختمېدو وروسته ولس له دغو ټوپک سالارانو څخه په تنګ سو، نو د ولس له بطن څخه يو خوځښت د طالبانو په نامه راپورته سو چې دغه غله، خونخواره او د واک د تندې لېوني(ټوپک سالاران) يې ختم او د ولس هغه د اسلامي، خپلواک او پرمختللي نظام ارمان يې پوره کړ، سرتاسري امن يې افغانستان کې راوست، صرف د افغانستان يو کونج کې شمالي ټلواله پاته وه، نږدې وو چې تر کولاب يې تېر کړي وو، چې دې وخت کې امريکا يرغل وکړ او همغه د شهيدانو د وينو خرڅوونکي ټوپک سالاران دا ځلي د امريکايي اشغال سره، پر امريکايي ټانک سپاره راغلل؛ شل کاله يې د ولس وينې و زبېښلې، شهيدان، معيوبين او د غرب پروژې يې د خپل واک لپاره عملي کولې، خو دا چې له شل کلنې مبارزې وروسته بيا ځلي طالبان رب بريالي کړه او دې ولس ته يې د آزادۍ تحفه وړاندې کړل، اسلامي نظام او سرتاسري امن يې قايم کړ، د افغانستان د يووالي او آبادۍ يو نوی باب يې پرانيستی؛ همغه ټوپک سالاران(شمالي ټلواله) د واک تندې پر سر اخيستي او غواړي دغه امن خراب کړي؛ بيا ځلي يې د ولس د وينو زبېښلو اراده کړې، په دې تمه لګيا دي چې يو بل يرغلګر پيدا او دوی واک ته و رسوي.د رب شکر دی چې نور دې ولس دغه ټوپک سالاران او پردي غلامان ښه پېژندلي، نور به دغه د شر او فساد ډله د رب په نصرت، د ولس په مدد سره پر مخ ختمېږي.افغانان د دغې ورځې د لمانځلو غوښتنه لري او ورسره ټينګار کوي چې د افغانستان د دېرش کلنې بدبختۍ عاملين بايد و پېژندل سي او محکمې ته راکش کړل سي.د حوت د ۳مې د شهيدانو شهادتونه دې رب قبول کړي. آمين ثم آمين